ننگرهار؛ بډيالۍ ملکانو لوبډلې د تتسو ناکامورا جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۱:۵۶
ننگرهار؛ بډيالۍ ملکانو لوبډلې د تتسو ناکامورا جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په ښيوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د تتسو ناکامورا جام په نوم د واليبال سيالۍ د بډيالۍ ملکانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې يوه مياشت يې دوام وکړ، په پايلوبه کې بډيالۍ ملکانو لوبډلې خپلې بهلول لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د‌ يادولو وړ ده، چې د يادو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۹:۱۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۷:۱۹
Background image

خوست؛ په عليشرو ترزيو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په عليشرو ترزيو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۷:۱۸
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز لکنو شېر بازار کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل. . .

BACK TO NEWS