خوست؛ په مرکز متون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز لکنو شېر بازار کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه شمس الله او بديع زمان لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه بديع الزمان لوبډلې وکړه او ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۶۸ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې شمس الله لوبډلې ياد هدف د يوه لوبغاړي په زيان پوره کړ او په نهو ویکټو يې بريا خپله کړه.