ننگرهار؛ بډيالۍ ملکانو لوبډلې د تتسو ناکامورا جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په ښيوې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د تتسو ناکامورا جام په نوم د واليبال سيالۍ د بډيالۍ ملکانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ، چې يوه مياشت يې دوام وکړ، په پايلوبه کې بډيالۍ ملکانو لوبډلې خپلې بهلول لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې د يادو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.