په ننګرهار کې د ۷۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لارښونه د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پنځمه ناحيې ورزشي جمنازيوم کې د پهلوانۍ سيالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې چې د ننګرهار ولايت په کچه ترسره شوې، په څلورو عمري کټګوريو کې ۷۰۰ ورزشکارانو پکې ګډون کړی و او موخه يې د نشه يي موادو پر ضد مبارزه او ورزش ته د ځوانانو هڅول ياد شوي دي.
هېره دې نه وي، چې دغو سياليو دوه ورځې دوام وکړ او په مختلفو وزنونو کې ګڼو ورزشکارانو برياوې خپلې کړې او برياليو ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.