کابل کې د تکواندو یوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۰:۳۶
کابل کې د تکواندو یوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري د تکواندو یوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ چې درې ورځې مخکې په پلازمېنه کابل کې پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د هېواد له ۲۸ ولایتونو څخه څه باندې ۲۰۰ ورزش کارانو د مشرانو ورزشکارانو په عمري او له ۵۴ تر ۱۰۰+ اتو بېلابېلو وزني کټګوریو کې ګډون کړی وو، چې په پایله کې یې ۳۲ تنه د تکواندو ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د تکواندو ملي فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې په دغو سیالیو کې کابل لومړی، په ایران کې مېشتو افغان مهاجرینو دویم او تخار ولایت بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت یوسف خیلو په ولسوالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

رسنیز بلنلیک

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

کونړ، په اسمار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسمار ولسوالۍ په شنګر سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې نږدې يوه مياشت يې. . .

BACK TO NEWS