زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزش کارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ د استاد نادر کلب په اتلولي پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د استاد نادر او استاد عبدالغفور کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې د استاد نادر کلب لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.