پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سیلف ډفنس سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د سیلف دفنس سبک دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې ۲۷ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د رزمي ورزشونو د سیلف ډفنس سبک ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.