پکتيا کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د تلاش قهرمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۹:۵۱
پکتيا کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د تلاش قهرمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په سرحدي لېوا ميدان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه فوټبال سيالۍ د تلاش قهرمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې ۲۰ ورځې يې دوام وکړ، په پايلوبه کې تلاش قهرمان لوبډلې خپلې سيالې طلوع خورشید لوبډلې ته د ۳ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او د سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې د برنزو درېیم مډال هم وګاټه

د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې احمد ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلو ګرام وزن کې هندي سیال ته ماته ورکړه؛ خو د ازبکستاني سیال پر وړاندې یې ماته ومنله او د برنزو مډال ګټونکی شو.

دغو سیالیو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د. . .

BACK TO NEWS