ميدان وردگ کې د ۶۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او د پهلواني ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د اوو کلبونو د ۶۰ تنو پهلوانانو ترمنځ په بېلابېلو وزني کټگوريو کې د پهلوانۍ تشويقي سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د جوانان تکانه، جوانان اتحاد تکانه، ستارها، میدان افغانستان، اتلان میدان وردگ، جوانان جلریز، قهرمانان میدان وردگ او ستاره های ميدان وردگ کلبونو څخه پهلوانانو گډون کړی وو.
د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه د يادې لوبې وده او د پهلوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د يادولو وړ ده، چې څه موده وروسته به د ياد ولايت په کچه د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پيل شي.