پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت یوسف خیلو په ولسوالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ د یوسف خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايله کې یوسف خېلو لوبډلې د ۲۸ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی او کټواز لوبډلي د ۲۶ نمرو په ترلاسه کولوسره دویم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.