کونړ، په اسمار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۹:۵۷
کونړ، په اسمار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسمار ولسوالۍ په شنګر سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې نږدې يوه مياشت يې دوام وکړ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د خانانو کڅ او شنګر شاهين لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه شنګر شاهين لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۲۰ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې خانانو کڅ لوبډلې ياد هدف د درېوو ویکټو په زيان پوره کړ او په اووه ویکټو يې اتلولي خپله کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۲۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۲۱:۲۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شبرغان ښار په عید محله کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS