زابل؛ په ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې، د سايگز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې سايگز لوبډلې خپلې سيالې کرتو لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.