د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د قطر د فوټبال فدراسیون د نړیوالو اړیکو له مسؤل سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲۹
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د قطر د فوټبال فدراسیون د نړیوالو اړیکو له مسؤل سره وکتل

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، په قطر هیواد کې د هیواد سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ او مله پلاوي د قطر هیواد د فوټبال فدراسیون د نړیوالو اړیکو له مسؤل محمد خالد فخرو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د هیواد د فوټبال فدراسیون پر وروستیو لاسته راوړنو بحث وشو او هم په دې برخه کې شته فرصتونه څرګند شول.

ښاغلي محمد خالد فخرو په افغانستان کې د فوټبال شته وړتیاوې د دې ورزش د پرمختګ اساسي لامل وباله او هم یې د افغانستان له فوټبال سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه، په ځانګړي ډول نوموړي د ښوونیزو او روزنیزو سیمنارونو او ملي لوبډلې ته د روزونکي په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۵
Background image

کابل کې د ۱۰۰ زياتو ووشوکارانو ترمنځ د ووشو خزانې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۵۶ کلبونو څخه د ۱۰۰ څخه د زياتو ووشوکارانو ترمنځ د ووشو خزانې تشويقي سيالۍ په ساندا سبک کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۳
Background image

ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د روزي خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS