زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۱ ورزش کارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۳:۴۶
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۱ ورزش کارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۲۱ ورزش کارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د استاد عبدالغفور او استاد نادر کلبونو د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو عمري کټګوریو ورزش کارانو ګډون کړی و چې په پایله کې د استاد نادر کلب ورزش کارانو لومړی مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ د فول رزم د لوبو د ودې او ورزش ته د ځوانانو د هڅونې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS