باختر پوهنتون له چین هیواد څخه د دوو مډالونو ګټونکی سمیر رحماني وستایه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۴:۱۵
باختر پوهنتون له چین هیواد څخه د دوو مډالونو ګټونکی سمیر رحماني وستایه

باختر خصوصي پوهنتون او ښوونځي د ورزش ادارې د معاونیت په شتون کې له چین هیواد څخه د ITF تکواندو په برخه کې دوو د سرو زرو مډالونو ګټونکی سمیر رحماني د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایه او د وروستۍ لاسته راوړنې تقدیر یې وکړ.

په دې مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي، د باختر پوهنتون او ښوونځي رهبري غړو، د ITF ملي فدراسیون رئیس محمد شعیب رحماني او زده کوونکو ګډون کړی و.

مراسمو ته حافظ احمد جان ځدراڼ وویل: لله الحمد د هیواد ورزش خورا پرمختګ کړی، په دا وروستیو کې د فوټسال بریا، د تکواندو په برخه کې د طلا مډالونه او پرون د ۱۷ کلنو افغان فوټبال ملي لوبډلې د کافا جام سیالیو ګټل یې ښې بېلګې دي.

سمیر رحماني څه موده وړاند د چین هیواد په کوربتوب په سیالیو کې ګډون کړی و، چې دوه د طلا مډالونه یې وګټل. له دې وړاندې هم رحماني له بهرنیو لوبو ۷ د طلا، یو د نقرې او یو د برنزو مډال ګټلی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو، وزلوبې او نیزه وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

کندز؛ قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کندز ټاکنیزې لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۵ نیزه وهونکو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په. . .

BACK TO NEWS