خوست؛ مغل خېلو ځوانانو لوبډلې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۶:۴۵
خوست؛ مغل خېلو ځوانانو لوبډلې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ځاځي ميدان ولسوالۍ په گورگورۍ سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د فوټبال سيالۍ د مغل خېلو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د‌ يادو سياليو په پايلوبه کې مغل خېلو ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې سټيوان اتحاد زلميو لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې دغو سياليو شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۸
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۵
Background image

کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنتون ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د بډمنتون ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د نجيب تلاش جام په نوم د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۱۵۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۳۲
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS