کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنتون ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د بډمنتون ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د نجيب تلاش جام په نوم د هېواد له اتو ولايتونو څخه د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنتون ملي ټاکنيزې سيالۍ د ۴۰ ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې، چې شپږ ورځې يې دوام وکړ.
دغه سيالۍ په پنځو بېلابېلو عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې له هرې عمري کټګورۍ څخه ۸ ورزشکاران د هېواد د بډمنتون ملي لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، د راډيو عمومي رياست د خبر برخې رئيس مولوي عبدالقدير نظير، د ورزش ادارې د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د نجيب تلاش بنسټ استازي نويد قادري، د ورزش ادارې او د بډمنتون فدراسيون مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.
