خوست؛ مغل خېلو ځوانانو لوبډلې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ځاځي ميدان ولسوالۍ په گورگورۍ سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم د فوټبال سيالۍ د مغل خېلو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې مغل خېلو ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې سټيوان اتحاد زلميو لوبډلې ته د ۳/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
ياده دې وي، چې دغو سياليو شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړ.
