فاریاب؛ قیصار ولسوالۍ کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د کیک‌بکسنګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۰:۶
فاریاب؛ قیصار ولسوالۍ کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د کیک‌بکسنګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کیک‌بکسنګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قیصار ولسوالۍ په طلایي اتلانو تمریناتي کمپ کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د نوي ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګورۍ د کیک‌بکسنګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې اته ورزشکاران، چې څلور ورزشکاران د نوي ځوانانو له کټګورۍ او څلور ورزشکاران د ځوانانو له کټګورۍ د فاریاب ولایت کیک‌بکسنګ فروفشنل اتم پړاو سیالیو ته وټاکل شوه.

د یادو سیالیو موخه د فاریاب ولایت کیک‌بکسنګ فروفشنل اتم پړاو سیالیو ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۵
Background image

کابل کې د ۱۰۰ زياتو ووشوکارانو ترمنځ د ووشو خزانې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۵۶ کلبونو څخه د ۱۰۰ څخه د زياتو ووشوکارانو ترمنځ د ووشو خزانې تشويقي سيالۍ په ساندا سبک کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۳
Background image

ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د روزي خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS