هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۳/۴/۱ - ۲۱:۳۰
هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې ١٦ لوبډلو ترمنځ ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د افغان اتلانو او مرکزي اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې افغان اتلانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٤ منډو هدف وټاکه. مرکزي اتحاد لوبډلې ياد هدف د لوبې په اووم اور کې پوره کړ او د سياليو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

يادې سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په مناسبت پیل شوې دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS