د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال پر وړاندې ماته ومنله او له سیالیو څخه بهر شو.

په دغو سیالیو کې د جودو درې کسیزه لوبډله ګډون لري.

یادې سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ٤٥ هېوادونو ترمنځ په ٤١ ورزشي رشتو کې د سپټمبر پر ۱۹مه د جاپان په کوربتوب په ناګویا ښار کې پیل شوې، چې د افغانستان په استازولۍ پکې د نهو ورزشي رشتو ورزشکاران ګډون لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS