بغلان ؛ پلخمري ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۳:۵۹
بغلان ؛ پلخمري ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د پلخمري ښار په والیبال جمنازیوم کې د یاد ښار د مکتبونو اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال لومړی پړاو سیالۍ د عمر فاروق لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د عمرفاروق لېسې لوبډلې خپلې سیالې ابراهیم خان ګاو سوار لېسې لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او د زده کوونکو ته یوه سالمه تفریح برابرول و.

د سیالیو په پای کې د بغلان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS