ننگرهار؛ په اچين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اچين ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۹:۳۷
ننگرهار؛ په اچين ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اچين ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د اچين ولسوالۍ په قوميزي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ له اوسني نظام څخه د ملاتړ په موخه د اچين ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ (APL) سيالۍ د شېرگړ زلمو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د شېرگړ زلمو او چينو سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شېرگړ زلمو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف کېښود، چينو سټارز لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۳۶ منډو په توپير يې ماته ومنله‌.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS