پکتيا؛ مرکزي زندان کې د والیبال سیالۍ د نيازيو B لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۹:۲۹
پکتيا؛ مرکزي زندان کې د والیبال سیالۍ د نيازيو B لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته او د پکتیا زندان ریاست له لوري د پکتیا په مرکزي زندان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د سالمې روزنې په نوم د والیبال سیالۍ د نیازیو B لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو چې شپږ ورځې یې دوام وکړ په پایلوبه کې د نیازیو B لوبډلې خپلې سیالې زندانیانو بدر لوبډلې ته د ۲/۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د زندانیانو لپاره یوه سالمه تفریح برابرول و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS