بامیان؛ مرکز کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۷:۵
بامیان؛ مرکز کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز په قاضان شاه فولادي کلي کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د لویو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳۶ ورزشکارانو له ډلې لایق لومړی، هادي دویم او حاجي حسین درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای د بامیان ورزش امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS