پکتیکا؛ د یحی خېلو ولسوالۍ په غیبي خېلو کلی کې د والیبال سیالۍ د بکخېلو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۸:۵۹
پکتیکا؛ د یحی خېلو ولسوالۍ په غیبي خېلو کلی کې د والیبال سیالۍ د بکخېلو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د والیبال فدراسیون استازولۍ او غیبي خېلو ځوانانو له لوري د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ چي دوې اوونۍ یې دوام وکړ د بکخېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بکخېلو او غیبي خېلو (ب) لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې بکخیلو لوبډلې ۰/۲ میدانونو به توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو موخه ځوانانو ته د سالمې تفریح برابرول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS