خوست کې د ٥٦ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند چولانو سیمه کې د ٥٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو، رسۍ کش کولو او تیږې اچولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د لاس چپه کولو سیالۍ کې عبدالله، کمال خان او عمران، د رسۍ کش کولو سیالۍ کې عمران الدین لوبډلې او تیږه اجولو کې بیا بسم الله لومړي مقامونه وګټل.
دا سیالۍ دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
