خوست؛ په مرکز متون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او امنیه قوماندانۍ په ګډه همغږۍ په مرکز متون شيخ زايد ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د اسماعيل خېلو منتخب او تڼيو الف لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې اسماعيل خېلو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
