کاپیسا؛ مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو د ۳۰ کورشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نوي ځوانانو او ځوانانو کټګوریو کې د یوې ورځې لپاره د کورش سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو ته د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امر، کلبونو استاذان، ورزشکاران او زیات شمېر مینوال راغلي وو. د سیالۍ په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
د یادو سیالیو موخه د کاپیسا ولایت په کچه د کورش سیالیو ته وده ورکول وو.