لوګر؛ د پنځو لوبډلو ترمنځ د ختیځ زون د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۲۱:۵۰
لوګر؛ د پنځو لوبډلو ترمنځ د ختیځ زون د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لوګرولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د پنځو لوبډلو ترمنځ د ختیځ زون د والیبال ټاکنیزې سیالۍ، چې څلور ورځې وړاندې د لوګرولایت پل علم مرکزي جمنازیوم کې پیل شوې وې، د خوست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو کې د غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا او د لوګر دوو لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پایله کې د خوست لوبډلې خپلې سیالې لوګر (ب) لوبډلې ته د ۲/۳ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د والیبال درېیم پړاو اتلولۍ لیګ لپاره د غوره لوبغاړو پېژندل وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS