زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د سيمهييزې غېږنېونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ملي او دوديزو لوبو مديريت او ترنک د سيمې قومي مشرانو له لوري، د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ شاه حسن خېلو کلي کې د ۵۰ پهلوانانو تر منځ د سيمهييزې غېږنېونې سيالۍ تر سره شوې.
د يادو سياليو پايلوبه د سپينې غبرگي او حسن خېلو کليو پهلوانانو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې د سپينې غبرگي کلي پهلوانانو په بريا پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ چې، يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې محلي غېږ نېونې او د دوديزو لوبو ته وده ورکول و.
په پای کې د ياد ولايت ورزشي امريت له خوا، غوره پهلوانانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.