بغلان؛ پلخمري ښار کې د ۱۶ کلنو فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د فوټبال فدراسیون د نمایندګي په همغږۍ د یاد ولایت د پلخمري ښار د غوري سمنټو په ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو لوبغاړو ترمنځ د فوټبال ۲۰ ورځینۍ سیالۍ پیل شوې.
د یادو لوبو لومړۍ لوبه د اتحاد دهنه غوري او جوګي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې جوګي ځوانانو لوبډلې د ۲/۱ میدانونو په توپیر وګټله.
د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو د پیل لوبې ته د بغلان د فوټبال فدراسیون رهبري، استادانو، لوبغاړو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.
د دغو سیالیو موخه په بغلان ولایت کې د فوټبال سیالیو وده ښودل شوې ده.
