پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د برات خېلو ځوانانو له لوري د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د والیبال د یادو سیالیو کې په لومړۍ ورځ دوې لوبې وشوې، چې لومړۍ لوبه ممتاز او ناصر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ممتاز لوبډلې ۲-۱ میدانونو په توپیر بریا خپله کړه. دویمه لوبه د حیسن او دوست محمد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې حسین لوبډلې ۲-۰ میدانونو په توپیر بریا د سیالۍ ګټونکې شوه.
د یادو سیالیو موخه په لرې پرتو سیمو کې ورزش ته وده ورکول دي.
