هلمند؛ د خپلواکۍ په نوم د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکس سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۱:۹
هلمند؛ د خپلواکۍ په نوم د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکس سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۲۴ ورزشکارانو ترمنځ د خپلواکۍ په نوم د کېک بکسینګ سیالۍ، چې دوې ورځې وړاندې پیل شوې وې، د دوو غوره لوبغاړو احمدشاه او محب الله په ټاکلو سره پای ته ورسېدې.

د کیک بکس سیالیو د پای په مراسمو کې د هلمند ولایت ورزشي، ولایتي، امنیتي او نورو مسوولینو سربېره، ورزشکارانو او ګڼو مینه والو ګډون درلود.

یو شمېر لوبغاړو د سیالیو په ترسره کېدو خوښي وښوده او د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ورزش آمریت له هڅو یې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دوی تل د ورزش په برخه کې ځوانان هڅولي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS