په سرپل ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۲:۷
په سرپل ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د وزلوبې فدراسیون له لوري د دې ولایت د مرکز او ټولو ولسوالیو د لسګونو چاپندازنو ترمنځ د لوړو زده کړو ریاست ترڅنګ په یکاب دشت جوار ورزشي میدان کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو موخه د سرپل وزلوبې منتخبې لوبډلې ته د غوره چاپندازانو ټاکل او د هېواد په کچه د وزلوبې راتلونکو سیالیو ته د چاپندزانو چمتووالی دی.

په پای کې ۲۰ تنه غوره او پیاوړي چاپندازان د سرپل ولایت وزلوبې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادولو ده، چې د وزلوبې دغه سیالۍ د هرې جمعې په ورځ ترسره کیږي، چې له لیرې سیمو څخه ورته ډېر لیدونکي نندارې ته راځي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۲۵
Background image

لغمان؛ په الينګار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د الينګار ولسوالۍ په نيازي شيخانو کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د کندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۱۹
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار په هرمل کلي کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د هرمل لوبډلې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۱۸
Background image

پکتیا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د او-سپورټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د او-سپورت سبک دوستانه سیالۍ. . .

BACK TO NEWS