بادغیس؛ د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې
د بادغیس ولایت د فولرزم فدراسیون له لوري د سپورت امریت په مالي ملاتړ د بادغیس، هرات، فراه، نیمروز او فاریاب ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د فولرزم لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې له پورتنیو ولایتونو څخه دوه جوړې، ۵۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه او موخه یې د ورزشکارانو ترمنځ یووالی، خواخوږي او د تجربو شریکول وو.
په پایله کې بادغیس ولایت د پنځو کمربندونو، ستایندړو، اتو مډالونو او ۸۰ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، هرات ولایت د درې کمربندونو، درې ستایندړو، څلورو مډالونو او ۶۰ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم، نیمروز ولایت د دوو کمربندونو او دوو ستایندړو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ، فاریاب او فراه ولایتونو په ترتیب سره څلورم او پنځم مقامونه ترلاسه کړل.
په پای کې د بادغیس ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست له لوري غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ سندونه او بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
