سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ
د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ.
ښاغلي خطیبي له سفر مخکې د ورزش ادارې له فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ سره د لیدنې پر مهال د افغانستان د پهلواني په اړه خبرې وکړې او د افغانستان پهلواني یې مخ پر ودې وبلله او هیله یې وښوده، چې په راتلونکي کې به پهلواني او د افغانستان نور ټول ورزشونه لا وغوړیږي او په نړۍواله کچه وده وکړي.
ښاغلي حافظ احمدجان ځدراڼ همداراز سراج الدین خطیبي ته د خیر دعا وکړه او هیله یې وښوده، چې په خپلو سیالیو کې به ښه ځلیږي او د افغانستان لپاره به ستر ویاړ راوړي.
ټاکل شوې، چې د مخکښانو (پیشکسوتانو) پهلواني نړۍوالې سیالۍ به په فرهنګي او آزده پهلواني برخو کې له ۵۰ د زیاتو هېوادونو په ګډون د روانې تلې میاشتې له ١۴مې تر ١٩مې نېټې پورې د اردن په کوربه توب د یاد هېواد په پلازمېنه عَمان ښار کې ترسره شي.
