د کابل په کچه د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د بدمنتون ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۹:۳۵
د کابل په کچه د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د بدمنتون ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بدمنتون ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت په کچه د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د بدمنتون ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت اتشه ریګي سوبکجا، مشاورینو، رییسانو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي رییس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: د افغانستان ورزشي ډګر د ودې په حال کې دی، لکه په دې وروستیو کې چې وینو په هره ورزشي برخه کې ورزشکاران په نړیوالو سیالیو کې له ښو لاسته راوړنو سره هیواد ته راستنېږي او ویاړونه راوړي، نوموړي په اسیایي سیالیو کې چې په چین هیواد کې ترسره شوې ترلاسه کړو مډالونو ته اشاره وکړه او همدارنګه یې د فوټسال، فوټبال، والیبال او تکواندو ورزشکارانو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه.

ښاغلي وثیق ورزشکارانو ته وعده ورکړه چې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تل په څېر خپل ټول امکانات د ورزشکارانو په واک کې ورکوي؛ ترڅو ترې ګټه واخلي، ده همداراز د بدمنتون له ورزشکارانو غوښتنه وکړه، چې خپلو لوبو ته پاملرنه وکړي؛ ترڅو په راتلونکي کې ګران هیواد ته ویاړونه راوړي.

ورپسې په افغانستان کې د اندونیزبا سفارت اتشه ریګي سوبکجا خبرې وکړې زیاته یې کړه: بدمنتون ورزش په اندونیزیا کې د نورو ورزشونو په پرتله ګڼ ورزشکاران او مینوال لري، دې ته په کتو موږ غواړو چې افغانستان کې د بدمنتون لوبغاړو ملاتړ وکړو او د یاد ورزش د ودې په برخه کې کار وکړو.

دغه سیالۍ چې نن رسما پیل شوې د پنځو کټګوریو ۸۰ لوبغاړو پکې ګډون کړی و، موخه یې نړیوالو سیالیو ته چمتووالی او د کابل په کچه د اتلو ورزشکاران موندل وو، چې په پایله کې به د کابل ولایت په کچه ۱۵ غوره لوبغاړي وټاکل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS