کندز؛ د ګلتيپې ولسوالۍ منتخبه لوبډله د ګل تیپې د فوټبال سیالیو اتله شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۹:۳۲
کندز؛ د ګلتيپې ولسوالۍ منتخبه لوبډله د ګل تیپې د فوټبال سیالیو اتله شوه

د کندز ولایت په ګلتيپه ولسوالۍ کې د بیلابېلو ولسواليو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې شل ورځې وړاندې پیل شوې وې، د ګلتیپې د منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دې سياليو پایلوبه د ګلتپې ولسوالۍ د منتخبې لوبډلې او د لرخابي د ځوانانو د لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پاى کې کوربه لوبډله وتوانېده د ٢-۱ په توپير خپل سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

په پای کې د سیالیو د مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو او د اتلې لوبډلې ته ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۳۲
Background image

بلخ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شریف ښار کې د شمال زون په کچه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۳۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بولان ځوانانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۲۸
Background image

غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د. . .

BACK TO NEWS