غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سلطان محمود غزنوي او پامیر لوبډلو ترمنځ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو موخه د کال غوره لوبډله موندل دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.