کندز؛ د ګلتيپې ولسوالۍ منتخبه لوبډله د ګل تیپې د فوټبال سیالیو اتله شوه

د کندز ولایت په ګلتيپه ولسوالۍ کې د بیلابېلو ولسواليو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې شل ورځې وړاندې پیل شوې وې، د ګلتیپې د منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
د دې سياليو پایلوبه د ګلتپې ولسوالۍ د منتخبې لوبډلې او د لرخابي د ځوانانو د لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پاى کې کوربه لوبډله وتوانېده د ٢-۱ په توپير خپل سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.
په پای کې د سیالیو د مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو او د اتلې لوبډلې ته ډالۍ ورکړل شوې.