کابل؛ د المپيک نړیوالې ورځې په مناسبت د کونګفو دوه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۳:۳۷
کابل؛ د المپيک نړیوالې ورځې په مناسبت د کونګفو دوه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د المپيک نړیوالې ورځې نمانځنې په مناسبت د کابل ښار د ٦٥ کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو دوه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ ، مشاورینو، د مشورتي بورډ غړو، د کونګفو فدراسیون مسوولينو، ورزشکارانو او د دې رشتې لسګونو مينوالو ګډون درلود.

د دغو سياليو په پيل کې د کونګفو فدراسیون رئیس حبيب الله فايزي د روانو سیالیو پر اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي فايزي د ورزش له ادارې مننه وکړه، چې تل يې د دوى ملاتړ کړى او د ورزشي فعالیتونو زمينه يې ورته مساعده کړې.

نوموړي د کونګفو دغه سيالۍ د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره مهمې وبللې.

ورپسې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې وویل؛ ټول فدراسيونونه دې د خپل کلني پلان له مخې سيالۍ ترسره کړي په خبره يې؛ لکه څنګه چې نړیوال د خپل مهالوېش له مخې د بېلابېلو ورځو نمانځنه کوي نو موږ هم د نورو په څېر بايد د المپيک نړيواله ورځ و نمانځو.

نوموړي وويل؛ د ورزش اداره په کور دننه او بهر د ورزش په برخه کې لاسته راوړنې لري او دا اداره به نور هم د ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د کونګفو دغه دوه ورځنۍ سيالۍ، چې په ميانه سټايل کې ترسره کېږي د کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې د کابل ښار د ٦٥ کلبونو ٣٠٠ ورزشکاران تر منځ پیل شوې.

د کونګفو فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغو سياليو کې به د راتلونکو سیالیو لپاره يو شمېر غوره ورزشکاران هم په ګوته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۲:۰
Background image

کندز؛ د هېواد شپږو ولایتونو کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د کورش ملي فدراسيون له لوري په ياد ولايت کې د بغلان، بلخ، فارياب، سمنګان، تخار او کندز ولایتونو د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۲۱:۴۰
Background image

غزني؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ. . .

BACK TO NEWS