کندز کې د فوټبال الف ليگ پيل شو
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په ګډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ پيل شو.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مهين م.درسې او صمیمیت لوبډلو ترمنځ ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.
دا سيالۍ د کندز فوټبال ليګ ته د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۴۵ ورځې به دوام وکړي.
