کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې ۳۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
