ميدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۱:۵۷
ميدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د ورزش امريت په همغږۍ د واليبال فدراسيون له لوري په مرکز میدان ښار کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ د فامیلو لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.

د يادو سياليو پایلوبه د فامیلیو او ملاخېل لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۳-۲ ميدانونو توپیر د فامیلو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

د دغو سياليو موخه د ځوانانو تر منځ اتحاد، اتفاق او ورزش ته وده ورکول دي.

په پای کې اول او دوهم مقام ګټونګو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۸
Background image

دا اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراج زي د ماراتون کلمبو ۲۰م پړاو نړۍ‌والو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په ۲ساعته او ۵۲ دقیقو کې وواهه او د سپینو زرو مډال ګټونکې شو.

دغو سیالیو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۶
Background image

په ایران کې د افغانستان سفیر د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملې لوبډلې سره ولیدل

په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني او په دغه هېواد کې د ورزش د ادارې استازي موسی خدا دادي لوبغاړو ته د تشویق او انګیزه ورکولو په موخه د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۱۱
Background image

بلخ ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ تر سره شوې.

د یادو سياليو په پايلوبه کې د ډاکټرحمایت الله لوبډلې د یو. . .

BACK TO NEWS