ننګرهار؛ په سرحدي ولسوالۍګوشته کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۱:۱۴
ننګرهار؛ په سرحدي ولسوالۍګوشته کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په لرې پرته سرحدي ګوشته ولسوالۍ کې چې له مخکې پکې ورزش ته هېڅ پاملرنه نه وه شوې د قومونو د اتحاد او یووالي په موخه د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د (گوشتې الف، ماماخیل، چکنور، خویزواتلان، گوشته ب، خیاربندی، سربلند لیسې او کابل‌کمپ ) لوبډلو ګډون کړی و، چې د پیل په لوبه کې خویزو اتلانو لوبډلې خپلې سیالې ګوشتې الف لوبډلې ته په دوو میدانونو ماتې ورکړه او سیالي یې په خپله نوم کړه.

باید یادونه وشي چې دا لومړی ځل دی چې په دغه سرحدي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره کېږي او دغه سیالۍ به اووه ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS