هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د غېږنیونې سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ په امیر بلند اغا سیمه کې د کوچني اختر په مناسبت د لسګونو غېږنیونکو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ پای ته ورسېدې.
په یادو سیالیو کې د مرکز لښکرګاه په ګډون د ګرشک، ناوې، مارجې، خانشین، دیشو، نادعلي، بهرامچې ولسوالیو او د کندهار ولایت مخکښو غېږنیونکو برخه اخیستې وه.
نوموړې سیالۍ د کوچني اختر په دویمه پیل شوې وې او تېر ورځ یې وروستۍ سیالي د حاجي الله داد او عصمت خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د حاجي الله داد لوبډلې بریا ترلاسه کړه.
هېره دې نه وي چې دېته ورته سیالۍ د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې هم روانې دي.
