د بادغیس فوټسال رمضان جام حذفي سیالۍ پای لوبې ته ورسېدې
د بادغیس ولایت په مرکز قلعه ی نو ښار کې د باغیس د سپورت آمریت او فوټبال فدراسیون له لوري د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې ۱۵ ورځې وړاندې په آریانا لوبغالي کې پیل شوې وې، پایلوبې ته ورسیدې.
د سیالیو په نیمه پایلوبه کې برادران او امید فرستان لوبډلو سیالي وکړه چې په پایله کې د ۸-۷ په توپیر د امید فرستان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
په پام کې ده د یادو سیالیو پایلوبه راتلونکې سه شنبې د مرغومي په ۲۹ مه د امید فرستان او برادران لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
