د هلمند کبډي سیالیو لومړۍ دوره پای ته ورسېده
د هلمند ولایت د کبډي سیالیو لومړۍ دوره د واشېر او مارجې ولسوالیو په سیالۍ پای ته ورسېده.
د دغو سیالیو د لومړۍ دورې وروستۍ لوبه، د واشېر او مارجې ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د مارجې ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د اوو نومرو په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.
باید یادونه وشي،چې د دغو سیالیو نیمه پایلوبه به نن او سبا د ګرمسېر، مرکز لښکرګاه، ګرشک او مارجې ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
نوموړې سیالۍ په نظري ورزشي کلب کې د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي او موخه یې د کبډي سیالیو وده او دغو سیالیو ته د ځوانانو جذبول دي.
