په کندهار کې د ۱۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۲ - ۱۱:۳۱
په کندهار کې د ۱۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې

په کندهار ولایت کې د عینو مینې د سپورټ امریت له لوري په یاده سیمه کې د ۱۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.

په نوموړو سیالیو کې په دریو ګروپونو آزاد جام ناک اوټ سیالۍ، کامران جام فوټبال ګروپي سیالۍ او ښادمن جام د کندهار د آتو منتخبو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي، چې په ترتیب سره پکې ۸۰- ۲۴ او ۸ لوبډلو شاملې دي.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت پر ورزشي مسولینو سربېره، د فوټبال روزونکو، ورزشکارانو او د ورزش زرګونو مینوالو ګډون کړی و.

د یادو مراسمو په پیل کې ورزشي مسولینو د ورته سیالیو جوړولو په پار خوښي څرګنده کړه او خوښي یې وښوده چې ځوانانو یې ترپخوا ورزش ته پاملرنه کړې او له نورو ناوړه لارو یې ځانونه ورزش ته راګرځولي دي.

د دغو سیالیو په اړه ورزشکارانو هم خوښي څرګنده کړه او د ورته سیالیو جوړول یې د لوبغاړو ترمنځ د یووالي، اتفاق، ورورولۍ او تجربو شریکولو ښه او مثبته لاره وبلله.

هېره دې نه وي چې د فوټبال دغه سیالۍ به د روژې مبارکې میاشتې تر وروستیو دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS